IQNA

قرآني نندارتون د اسلامی هیوادونو د  ناستې لپاره ترټولو ښه موقعه ده

9:07 - April 04, 2023
د خبر لمبر: 3487133
ایکنا-(تهران) دایران د کلتور او اسلامی ارشاد وزیر محمد مهدي اسماعیلی د قرآني  نندارتون د نړیوالې برخې د پرانیستې په دستورو کې  ووئيل، سږکال ددنیا د یویشت هیوادونو خلک په دغه نندارتون کې موجود دي  چې هیله کیږي،  وحدت رامینځةکونکي ناستې ترسره شي.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، دایران د کلتور او اسلامی ارشاد وزیر محمد مهدي اسماعیلي  پرون دتهران په امام خمینی عیدګاه کې د قرآن دنړیوال نندارتون  د نړیوالې برخې  دافتتاح په دستورو کې  ووئيل، د خوشالۍ ځاي دی چې نن د نړیوالو میلمنو په تیره بیا د نایجریا  او موریتانیه د کلتوری چارو دوزیرانو په خدمت کې یوو.

هغه ووئيل،ددغه قرآني نندارتون په سبب د وحدت او یووالی رامینځةکونکو ناستو  امید هم  شته .

مهدي اسماعیلی دغه راز ووئيل، په ایرن کې په لکونو قرآني فعالان او حافظان فعالیتونه کوي او په مختلفو برخو کې بوخت دي  او د روژې په مبارکې میاشتې کې په تیره بیا په ښونځیو او پوهنتونونو کې قرآني فعالیتونه ترسره کوي. هغه ووئيل، د قرآني چارو په نړیوال نندارتون کې دنړۍ یویشت هیوادونه استازي لري  او هیله ده د اسلامی معارفو په پيژندګلوۍ کې مرسته وشي.

د ایران د کلتور وزیر زیاته کړې ،د تهران په امام خمینی عیدګاه یا مصلی کې  چې   75 زره مربع میټره مساحت لري،  دغه نندارتون ترسره کیږي څو دیوه بل له تجروبو ګټه پورته کړئ شي.

د نیجریا د کلتور وزیر  محمد حمید هم په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل، زه دنیجریا هیواد استازیتوب کوم  او ضروري ګڼم  چې پر دغه غوره کار د ایران د اسلامی جمهوریت دزړه له کومې مننه اوستاینه وکړم.

نمایشگاه قرآن فرصتی برای گردهمایی کشورهای اسلامی است

نمایشگاه قرآن فرصتی برای گردهمایی کشورهای اسلامی است

https://iqna.ir/ur/news/3514046/%D9

captcha